متحده ایالتونه

ملګري ملتونه: امریکا د ۱.۸ میلیارد ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

Photo: UN.

ملګرو ملتونو د امریکا متحده ایالاتو لخوا د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د یوې نوې کڅوړې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا مرستې به د دغه سازمان بېړني فعالیتونه پیاوړي کړي.

دا نوې مرسته د تېر دسمبر میاشتې د ۲ میلیارده ډالرو له ځانګړې کېدو وروسته ترسره کېږي، چې په دې سره د ملګرو ملتونو د همغږۍ له لارې د امریکا د وروستیو مرستو مجموعه ۳.۸ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وویل چې دا نوې بودیجه به مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړي ترڅو «په تر ټولو سختو بحرانونو کې میلیونونو خلکو ته حیاتي او د ژغورنې مرستې ورسوي.»

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کونکي، تام فلچر هم دا بودیجه په اوسنیو شرایطو کې «حیاتي» وبلله او ویې ویل چې بشري بنسټونه د جګړو، بې‌ځایه کېدو، د اقلیمي بحرانونو او د تمویلونکو د بودیجې د کمښت له امله له زیاتېدونکو اړتیاوو سره مخ دي.

هغه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې وویل: «دا ملاتړ به د میلیونونو خلکو د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړي.»

ملګري ملتونه وايي چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۳۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د فلچر په وینا، د امریکا د مرستو لومړۍ برخې (چې په دسمبر کې اعلان شوې وه) د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۴.۴ میلیونه کسانو ته د بېړنیو مرستو رسولو زمینه برابره کړې وه او د اوچا (OCHA) تر اډانې لاندې یې ۱۸ نړیوال بحرانونه پوښلي وو.

دا نوې مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې په افغانستان کې امدادي عملیات د بودیجې د سخت کمښت او د بشري اړتیاوو د زیاتوالي له امله تر سخت فشار لاندې دي.

افغانستان لا هم د نړۍ یو له سترو بشري بحرانونو څخه شمیرل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په داسې حال کې چې نږدې ۵ میلیونه افغان میندې او ماشومان له خوارځواکۍ رنځ وړي، وایي چې د هېواد په کچه تر ۱۳.۸ میلیونه زیات کسان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د نوي راپور له مخې، ۷۴ سلنه افغانان په داسې وضعیت کې دي چې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولی.

د نړیوالو مرستو کمښت د وزګارۍ، لوړو بیو او له ګاونډیو هېوادونو د سلګونو زرو کډوالو د راستنېدو په ترڅ کې ټولنه نوره هم بې‌ثباته کولی شي.

ملګري ملتونه وایي د امریکا د دې نوې مرستې یوه برخه همدا اوس په نړۍ کې د خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو لپاره کارول کېږي.

د چارواکو په وینا، د تېرې کڅوړې له لارې ۶ میلیونو کسانو ته خواړه، ۱۰.۴ میلیونو کسانو ته پاکې اوبې او تر ۶۹۰ زیاتو روغتیايي مرکزونو ته ملاتړ رسول شوی و.

سره له دې، ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې اړتیاوې د شته بودیجې په پرتله خورا لوړې دي او دوی د ۲۰۲۶ کال د بشري غبرګون پلان لپاره په ټولیزه توګه ۲۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په نړۍ کې د ۸۷ میلیونه کسانو لاسنیوی وکړي.