د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان له څو اړخیزو بحرانونو لکه اقتصادي پاشلتیا، بېکارۍ او اقلیمي بدلونونو سره لاس او ګرېوان دی.
د دغه سازمان په وینا، سیمهییزو ترینګلتیاو د خوراکي توکو بیې لوړې کړې چې له امله یې په هېواد کې د خوړو نه خوندیتوب (لوږه) خورا زیاته شوې ده.
د افغانستان په شمالختیځ ښار «فیضاباد» کې یوه مېرمن رقیبه احمدي وایي: «موږ چې په ډېرې سختۍ لږ خواړه برابر کړای شو، خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، خو هغه هم بسنه نه کوي.»
راپور کې راغلی د هغې تر ټولو کوچنۍ لور اوسمهال له خوارځواکۍ څخه د رغېدو په حال کې ده، په داسې حال کې چې مېړه یې بېکاره دی.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رییس «جان ایلیف» وایي، چې دا مهال تر ۱۳.۸ میلیونه ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او نږدې ۵ میلیونه ماشومان او امیندواره مېرمنې له خوارځواکۍ کړېږي.
هغه زیاته کړه چې د بودیجې د نشتوالي له امله د مېرمنو او ماشومانو لپاره د ځانګړو خوراکي توکو زېرمې خلاصې شوې او د مرستو هغه حیاتي لړۍ چې د سلګونو زرو کسانو ژوند یې ژغوره، اوس له پرې کېدو سره مخ ده.
له بلې خوا تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) په خپل وروستي راپور کې اندېښنه ښودلې چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ډلهییز اخراج پر شته محدودو سرچینو فشار څو چنده کړی دی.
د دغه بنسټ په وینا، سلګونه زره راستانه شوي کډوال سرپناه، کار او خوراک ته بېړنۍ اړتیا لري، چې دې چارې په کور دننه بشري بحران نور هم پېچلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا)ویلي، چې وروستیو مرګونو سېلابونو په ننګرهار، بغلان او غور ولایتونو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او کورونه ویجاړ کړي دي.
اوچا (OCHA) زیاتوي چې د کرنیزو ځمکو له منځه تلل به په راتلونکو میاشتو کې د خوراکي توکو کمښت لا پسې زیات او د خلکو پر ځانبسیاینه به ناوړه اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې د ه چې یونیسف او د ملګرو ملتونو نورو پراختیایي ادارو په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو کچه په بېساري ډول کمه شوې ده.
دوی وایي که نړیواله ټولنه خپل مالي ملاتړ زیات نه کړي، افغانستان به د یو داسې بشري ناورین شاهد وي چې کنټرول به یې له وسه وتلی وي.
