د بدخشان له خاش ولسوالۍ څخه سرچینې آمو ته وایي، چې ځایي اوسېدونکو د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په غبرګون کې د ولسوالۍ د تلو او راتلو ټولې لارې تړلې دي او د خلکو او طالبانو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.
د سرچینو په وینا، په دغو نښتو کې یوولس ملکیان ټپیان شوي او طالبانو دې ولسوالۍ ته نور ځواکونه هم استولي دي.
خو په بدخشان کې د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ دغه تاوتریخوالی یوازې په خاش ولسوالۍ پورې محدود نه دی.
د بدخشان اوسېدونکي وایي، چې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې د طالبانو او خلکو ترمنځ د نښتو له امله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او له دېرشو ډېر نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، دغه نښتې او کړکېچونه د ارګو، شُکی، جرم او خاش ولسوالیو کې رامنځته شوي او د دغو سیمو په ځینو برخو کې وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي.
