د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې د تالندې یا اسماني برېښنا د لوېدو له امله یوه مېرمن مړه شوې او د یو ماشوم په ګډون دوه تنه نور ټپیان دي.
په نورستان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، دغه پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په «دهوز» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد بشیر برکزاده رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې وژل شوې مېرمن او ټپیان (یو سړی او اووه کلن ماشوم) ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې هم د سختو توپانونو او اسماني برېښنا له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي وو.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د یکشنبې په ماښام د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې پر یوه کور د تالندې لوېدو له امله یو ماشوم مړ شوی او یوه مېرمن له دوو نورو ماشومانو سره ټپي شوې ده.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د سېلابونو، سختو بارانونو او د کورونو د چتونو د پریوتو په څېر طبیعي پېښو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم رسولي دي.
