په فراه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
په فراه کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پېښه د فراهرود ولسوالۍ په «اب خورما» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، پېښه د یوې برقي «اوکوا» او «پاسو» ډوله موټر د جنګېدو له امله شوې ده.
طالبانو ویلي چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې ترافیکي پېښو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی چې اصلي لاملونه یې د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بېغوري بلل کېږي.
