د پاکستان د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او د بنسټونو د لهمنځه وړلو لپاره به د «غضب الحق» عملیات نور هم پراخ او شدید شي.
د پاکستان دغه لوړپوړي پوځي چارواکي، چې د پوځي چارواکو یوې غونډې ته یې وینا کوله، ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو شتون، د دوی امنیت اغېزمن کړی او زیاته کړې یې ده، چې د دغو ترهګرو ډلو فعالیت د پاکستان پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات کړې دي.
