د خیبر پښتونخوا په چارسده کې نامعلومو وسلهوالو د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۵مه) وتلی دیني عالم او د جمعیت علماء اسلام (ف) د یادې سیمې امیر مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی.
د چارسدې د پولیسو د معلوماتو له مخې، مولانا ادریس له خپل کور څخه د «دارالعلوم نعمانيه» په لور روان و، چې په لاره کې د «طارق اباد اتمانزي» په سیمه کې یې پر موټر برید وشو.
په دغه برید کې مولانا ادریس ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور امنیتي ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو ویلي چې د پېښې د ځای ویډیوګانې یې ترلاسه کړي او پلټنې یې پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې مولانا محمد ادریس د مولانا فضل الرحمن له نږدې سلاکارانو څخه و او په سیمه کې یې خورا زیات نفوذ درلود. د هغه خسر، مولانا حسن جان هم کلونه وړاندې د وسلهوالو طالبانو له خوا وژل شوی و.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افريدي دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو ترهګریز عمل بللی دی.
د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان او پخواني سناتور مشتاق احمد خان هم په خپلو غبرګونونو کې ویلي، چې په صوبه کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی او هدفي وژنې د هرې ورځې په عادي چاره بدلې شوې دي.
دوی پر حکومت غږ کړی چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
