د پاسپورټونو د اعتبار ټاکلو نړیوال سازمان «هینلي» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ په کچه تر ټولو ټیټ ځای کې قرار لري.
د دغه شاخص پر بنسټ، چې د هوايي ټرانسپورټ د نړیوالې ټولنې د معلوماتو له مخې چمتو شوی، د افغانستان پاسپورټ لرونکي یوازې ۲۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.
د هینلي په دې نوملړ کې سنګاپور په لومړي مقام کې دی، چې اتباع یې ۱۹۲ هېوادونو ته د تګ اجازه لري؛ خو برعکس افغانستان، سوریه، عراق او پاکستان په ترتیب سره د نړۍ تر ټولو ضعیف پاسپورټونه لري.
سیاسي بېثباتي، دوامداره جګړې او د کډوالۍ د کچې لوړوالی هغه اصلي لاملونه بلل شوي چې د افغان پاسپورټ اعتبار یې له خاورو سره برابر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د «نوماد کپیټلیسټ» شرکت هم په خپل کلني راپور کې د ۱۹۹ هېوادونو ترمنځ افغانستان ته وروستی ځای ورکړی و.
په دغه ارزونه کې ایرلنډ او سویس د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورټونه درلودل، خو افغانستان د یمن او اریترې په څېر هېوادونو څخه هم شاته پاتې شوی و.
