افغانستان

ننګرهار کې د شفتالانو حاصلاتو سږنی اټکل له ۱۱ زره ټنو واوښت

انځور- د ننګرهار د رسنیو دفتر پاڼې څخه

ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کرنې او مالدارۍ ریاست د تازه ارقامو له مخې، په دغه ولایت کې د شفتالو سږني حاصلات د تېر کال په پرتله څو برابره زیات شوي او اټکل کېږي چې د مېوې کچه به ۱۱ زره او ۳۲۰ مټریک ټنو ته ورسېږي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې په شاوخوا ۲۰۲۲ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه شتون لري، چې د مناسبې هوا او د بڼوالۍ اصولو ته د پاملرنې له امله یې مېوه نه یوازې زیاته شوې، بلکې د خوند او کیفیت له اړخه هم خورا لوړه بلل شوې ده.

ریاست وايي د حاصلاتو دغه زیاتوالي د سیمې په اقتصاد مثبت اغېز کړی او د مېوو د راټولولو، بسته بندۍ او پلور په پړاوونو کې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د ننګرهار د رسنیو دفتر په وینا، دغه تازه شفتالو اوس د هېواد بېلابېلو بازارونو ته د پلور لپاره وړاندې کېږي .

سره له دې چې سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي، خو ځینې بڼوال وايي چې لا هم له یو شمېر جدي ستونزو سره مخ دي چې د دوی ګټه یې تر اغېز لاندې راوستې ده.

د سړو خونو نشتوالی او د بسته بندۍ د عصري وسایلو کمښت د دې لامل کېږي چې دغه نازکه مېوه په ډېر لنډ وخت کې خرابه شي او بڼوال اړ شي چې خپل حاصل په نیمه بیه وپلوري.

همدارنګه، د مېوو د موسمي افتونو او ناروغیو په وړاندې د باکیفیته درملو نشتوالی او د صادراتو لپاره د نړیوالو لارو محدودیت هغه نورې ننګونې دي چې د ننګرهار د بڼوالو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د دوی د کال خواري یې له خطر سره مخ کړې ده.