د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ ادعا کوي چې د دواړو لوریو په وروستیو نښتو کې افغان طالبانو «ملکي سیمې» په نښه کړې دي او دا د طالب مشرانو د «ټیټ اخلاقي شخصیت» ښکارندويي کوي.
هغه په یوه بیانیه کې ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا د باجوړ په سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه «د ۶ ماشومانو او ښځو په ګډون ۹ ملکي وګړي» وژل شوي او د «اوو ښځو او یوه ماشوم» په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د دغه پاکستاني وزیر په بیانیه کې راغلي: «د افغان طالبانو د رژیم له خوا د خیبر پښتونخوا په سیمو کې د بې ګناه ملکي وګړو قصدي او غیر انساني په نښه کول د منلو وړ نه دي او د انساني ژوند په وړاندې د هغوی وحشیانه ماهیت ښیي.»
نوموړي زیاته کړه: « وروسته له هغه چې طالبان د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا پر ځمکه وځپل شول او د مخامخ کېدو زړورتیا یې نه لرله، ملکي سیمو ته مخه کول نه یوازې د کرکې وړ دي، بلکې د رژیم د مشرانو ټیټ اخلاقي شخصیت هم ښيي.»
ورته مهال، عطاالله تارړ د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځيانو په بریدونو کې ملکي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه د طالبانو ادعاوې «دروغجنې او بې بنسټه» بللې دي.
هغه ویلي چې پاکستان یوازې «ترهګریز بنسټونه» په نښه کوي او په دې برخه کې له پوره احتیاط څخه کار اخلي.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دغې بیانیې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په کنړ ولایت کې د پاکستان په بریدونو کې د کنړ پوهنتون او استوګنیزې سیمې په نښه شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم تایید کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.
بل خوا، د “آمو” یو راپور ښيي چې پاکستاني جېټ الوتکو تر دې وړاندې د کابل په ختیځ کې د “امید” په نوم د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز هم په نښه کړی و.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې په دغه مرکز د برید د قربانیانو تازه شمېرې خپرې کړې او ویلي یې دي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
