د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو په پنځو ولایتونو کې ۶۱ روغتیايي مرکزونو ته زیانونه اړولي دي.
دغه مرکزونه په کندهار، زابل، بادغیس، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې موقعیت لري.
اوچا ټینګار کړی چې که څه هم د ډېرو مرکزونو فعالیت په بشپړ ډول نه دی درېدلی، خو د خدماتو وړاندې کول، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې، له جدي خنډونو سره مخ شوي دي.
د روغتیا ترڅنګ، ښوونیز سکتور هم سخت ځپل شوی؛ په ننګرهار کې ۶۸ او په جنوبي سیمو کې ۵۵ ښوونځي زیانمن شوي، چې له امله یې د لسګونو زرو زدهکوونکو زدهکړې اغېزمنې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې په سیلاب ځپلو سیمو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي خطرونه زیات شوي او شاوخوا ۱۴ زره کسان له ورته ګواښونو سره مخ دي.
همدارنګه، د سیلابونو له امله د ناچاودو توکو او ماینونو د راوتلو خطر هم زیات شوی چې د میلیونونو خلکو ژوند تهدیدوي.
د اوچا په وینا، په تېرو څو اونیو کې د سیلابونو له امله سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې او نږدې ۷۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
دغه راز سلګونه کیلومتره سړکونه، پلونه او پراخې کرنیزې ځمکې هم له منځه تللي دي. د طالبانو د احصائیو له مخې، په دغو طبیعي پېښو کې لږترلږه ۲۱۴ کسان مړه او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
که څه هم تر اوسه له ۳۱ زره څخه ډېرو کسانو سره مرستې شوې دي، خو اوچا خبرداری ورکوي چې د بودیجې کمښت، د زیربناوو ویجاړېدل او د لارو بندښت د مرستو رسولو بهیر له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
