افغانستان

په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری

انځور- د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د ایکس پاڼې څخه

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا، تندو بادونو او سېلابونو د پېښېدو احتمال ښودلی دی.

دې ادارې نن پنجشنبه د ثور په ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (جمعه) په بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکنډي، بامیان او پروان ولایتونو کې د سختو بارانونو امکان شته.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰ تر ۲۵ ملي مترو) پورې اټکل شوې ده.

همدارنګه په شمالي، مرکزي، لوېدیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته چې په ساعت کې یې سرعت له (۵۰ تر ۸۵ کیلومترو) پورې اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې واړاندې سختو ورښتونو او ویجاړونکو سېلابونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په ګڼو ولایتونو کې یې لوی مالي زیانونه اړولي دي.

راپورونه ښيي چې په دغو طبیعي پېښو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

سېلابونو نه یوازې سلګونه استوګنیز کورونه نړولي، بلکې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، پلونه، لارې او د خلکو څاروي یې هم له منځه وړي دي، چې له امله یې په اغېزمنو سیمو کې بشري ناورین رامنځته شوی او سلګونه کورنۍ اوسمهال تر شنه اسمان لاندې بېړنیو مرستو ته سترګې په لاره دي.