افغانستان

ملګري ملتونه: پر نجونو د تعلیمي محدودیتونو له امله افغانستان هر کال ۸۴ میلیونه ډالره زیان ویني

سټېفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د یونیسف د وروستیو موندنو په حواله ویلي، چې پر نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو دوام د افغانستان اقتصاد ته هر کال شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره زیان اړوي.

د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، دا مهال په افغانستان کې یو میلیون نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي؛ په داسې حال کې چې د دغه محدودیت د دوام په صورت کې به تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو نجونو شمېر له دوو میلیونو واوړي.

د یونیسف په راپور کې چې د «نه اقدام بیه» تر سرلیک لاندې خپور شوی، خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان د مسلکي ښځینه کاري ځواک (ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو) د له لاسه ورکولو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د دغه راپور له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ښځینه ښوونکو شمېر چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۳ زره و، په ۲۰۲۴ کال کې ۶۶ زرو ته راټیټ شوی دی.

یونیسف څرګندوي چې د ښځینه طبي کارکوونکو نشتوالی د مېرمنو او ماشومانو د روغتیايي خدماتو لاسرسی تر اغېز لاندې راولي او د اوږدمهاله ناوړه پایلو لامل کېږي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د دې محدودیتونو له امله نه یوازې د اوسني نسل د زده‌کړو حق تر پښو لاندې کېږي، بلکې د نوي نسل د کار بازار ته د ننوتلو مخه هم نیول شوې، چې په پایله کې یې د هېواد اقتصادي وده ټکنۍ او فقر نور هم ژور شوی دی.