له کونړ ولایت څخه ځایي سرچینې آمو ته وایي، چې د دې ولایت د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د ښوونې او روزنې پر څانګې د پاکستاني پوځ د هوايي برید په پایله کې، درې کسان وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپیان شوې دي.
د پېښې عیني شاهدان وایي، چې دغه برید نن شوی او ټپيان د دې ولایت مرکز اسعدآباد ملکي روغتون ته لېږدول شوې دي.
بل لور ته، روغتیایي سرچینې د یو شمېر ټپیانو صحي وضعیت نازک بولي.
