افغانستان

په بادغیس کې د غره ښویېدنې د پنځو نجونو ژوند واخیست

انځور – بادغیس کې د غره ښویېدنې سیمه

 د بادغیس په مرکز قلعه‌نو کې د غره ښویېدنې په پېښه کې پینځه تنه مړه او لږ تر لږه دوه نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې ډېری د یوې کورنۍ غړي دي.

د بادغیس لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، دا پېښه نن شنبه (د غويي ۵مه) سهار شاوخوا ۳:۳۰ بجې د قلعه‌نو ښار اړوند د «باغک» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، قربانیان پینځه نجونې دي چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو پورې دي؛ له دې ډلې څلور تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

په دغه پېښه کې په سیمه کې څو استوګنیز کورونه هم نړېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو اونیو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو اورښتونو، مرګونو سېلابونو او واورو شاهدان وو چې له امله یې ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې اداره وايي، د روان کال له پیل څخه د وري تر ۲۰مې نېټې پورې د سېلابونو، اورښتونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ تنه مړه، ۲۲۹ تنه ټپیان او ۹ تنه نور لادرکه دي.

د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوه ویډیويي پیغام کې زیاته کړې چې په دې موده کې ۸۵۲۶ استوګنیز کورونه په بشپړ او قسمي ډول تخریب شوي، ۳۷۲ کیلومتره سړکونه، ۱۷۰۰ جریب کرنیزه ځمکه او سلګونه نور توکي له منځه تللي دي.