کډوالي

د ښځو غورځنګ: په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د آزادۍ لپاره د ښځو متحد غورځنګ، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې دغه وضعیت ورځ تر بلې د «سخت خرابېدو» په حال کې دی.

دغه غورځنګ په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې وضعیت پر وړاندې بې‌غوري کولای شي نه جبرانېدونکې پایلې ولري او د یاد بحران د حل لپاره یې د نړیوالې ټولنې پر عاجل اقدام ټینګار کړی دی.

د ښځو د دغه غورځنګ په باور، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، په ځانګړې توګه د بشري حقونو فعالان، خبریالان او پخواني پوځیان، له شدیدو امنیتي ګواښونو، رواني فشارونو او قانوني محدودیتونو، لکه د وېزو په تمدید کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

په اعلامیه کې راغلي: «څرنګه چې دغه کسان خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره خوندي لاره نه لري او کافي ملاتړ هم نه ورسره کېږي، غورځنګ له نړیوالې ټولنې او بنسټونو غواړي چې سمدستي او اغېزناک اقدامات وکړي. په دغو اقداماتو کې د اسکان بهیر چټکول، عاجلې مرستې او درېیم هېواد ته د خوندي انتقال زمینه برابرول شامل دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان(واچ) تېره ورځ راپور ورکړ چې پاکستاني چارواکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، د افغان کډوالو پر وړاندې «سپکوونکې کړنې، خپلسرې نیونې او اجباري ایستل» ګړندي کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د پاکستاني پولیسو دغه کړنې د زرګونو افغان کډوالو او ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو او زده‌کړو ته د لاسرسي لارې بندې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي وایي: «پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې افغان کډوالو ته د اړمنو خلکو په سترګه وګوري، د هغوی تر منځ ویره خپروي. »

نوموړې زیاته کړې:«د پولیسو سپکوونکې کړنې خلک اړباسي چې له خوړو او درملنې لاس واخلي، په داسې حال کې چې پراخې شړنې کډوال په افغانستان کې د ځورونې او تر دې بدو وضعیتونو ته ستنوي.»

د روان کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو له زیاتېدو سره، پاکستاني پولیسو په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پراخ کړي او د کورونو په پلټنه او پرته له محکمې د کسانو په نیولو لاس پورې کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي چې پاکستاني پولیسو ان هغه کسان هم نیولي چې قانوني ویزې یې درلودې، په داسې حال کې چې ډېری کډوال د ۲۰۲۳ کال راهیسې د استوګنې د اسنادو د تمدید د بندېدو له امله له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.