ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نشه يي توکو د پېر او پلور په تور ۲۸ تنه نیولي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، دغو نیول شویو کسانو سره یوه لویه اندازه نشه یي توکي هم کشف او ضبط شوې ده.
ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې توکیو کې ۴۹۵۸ ګولۍ زیکپ، ۱۱۴۱ ګولۍ ټابلیټ کا، ۴۰ ګرامه چرس، ۳۷ ګرامه شیشه، ۱۴ ګرامه ترياک او ۲ ګرامه هیرویین شامل دي.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د قانوني کړنو د ترسره کېدو په موخه اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
