افغانستان

اوچا: د کونړ زلزله ځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري

انځور، کونړ کې زلزلې له ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په کونړ کې د یوې سختې زلزلې له رامنځته کېدو نږدې اته میاشتې وروسته، چې تر ۲۱۵۰ ډېر کسان یې ووژل، سلګونه زره کسان لا هم بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې زلزله کې د کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې نږدې نیم میلیون کسان اغېزمن شوي او د اوچا په وینا، تر ۲۲۱ زرو ډېر کسان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور پر بنسټ، سره له دې چې د بېړني غبرګون په لومړیو کې تر ۳۰۰ زرو ډېر کسان د خوراکي توکو، اوبو، روغتیايي خدماتو او سرپناه تر پوښښ لاندې راغلل، خو د بیا رغونې بهیر د پام وړ ورو شوی دی.

 د ډېری کورنیو لپاره، بحران د ژوندي پاتې کېدو له پړاو څخه د ژوند د بېرته جوړولو پر یوې اوږدې مبارزې بدل شوی دی.

د دې ادارې په وینا، شاوخوا ۷۶۰۰ کورنۍ لا هم د بې‌ځایه شویو په مېشت‌ځایونو کې په موقتي سرپناوو کې ژوند کوي؛ چېرې چې نازکې خېمې د سختې هوا په وړاندې ډېر لږ خوندیتوب چمتو کوي. هغه څه چې باید یو لنډمهاله حل وای، اوس په یوه اوږد‌مهاله وضعیت بدل شوی دی.

په کونړ کې یوې ښځې چې خپل مېړه یې له لاسه ورکړی، اوچا ته ویلي: «زه کونډه یم او یوازې دا یوه خېمه لرم.»

 نوموړې د خپلو کوچنیو ماشومانو د یخنۍ له ګواښ سره مخ کېدو خبر ورکوي. د سیمې یو بل اوسېدونکي ویلي چې کورنۍ یې لا هم د زیانمن شوي کور او خېمې ترمنځ تګ راتګ کوي. هغه وايي: «له څو میاشتو تېرېدو سره سره، لا هم په هماغه وضعیت کې یو.»

اوچا وايي د کورونو ورانېدل د بیا رغونې په لاره کې تر ټولو لوی خنډ دی. زرګونه کورونه لا هم نه دي رغول شوي او ډېری کورنۍ د بیا رغونې د پیل لپاره مالي توان، ساختماني توکي او یا فني ملاتړ نه لري.

 مرستندویه چارواکو خبرداری ورکړی چې د مالي منابعو کمښت د استوګنې د پروګرامونو پراختیا او د خلکو د بې‌ځایه کېدو له حالته وتل محدود کړي دي.

لومړنیو خدماتو ته لاسرسی هم نابرابر دی. اوچا وايي ډېری ماشومان لا هم د زده‌کړو خوندي ځای ته لاسرسی نه لري او د منابعو کمښت او ښوونځیو ته زیان رسېدل، د زده‌کړو بهیر ګډوډ کړی دی.

 د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی هم نامنظم دی، چې روغتیايي ګواښونه زیاتوي. د دې ادارې په وینا، ګرځنده روغتیايي ټیمونو د خپلو فعالیتونو ساحه پراخه کړې، خو په ځانګړې توګه په لرو او غرنیو سیمو کې لا هم د پام وړ تشې موجودې دي.

دا ننګونې حتی د پلازمېنې په نږدې سیمو کې هم لیدل کېږي. د کابل په فرزه ولسوالۍ کې یو کوچنی روغتیايي مرکز د شاوخوا سیمو لپاره د درملنې د اصلي سرچینې په توګه کار کوي.

 د اوچا په وینا، د دې مرکز کارکوونکي هره ورځ تر ۱۰۰ ډېرو ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د اوچا په وینا، ناروغان اکثراً دې مرکز ته د رسېدو لپاره ساعتونه پلی مزل کوي، چې پکې امیندواره ښځې هم شاملې دي چې د ستړیا له امله اړ کېږي څو څو ځله دمه وکړي. دغه زلزله د یوه پراخ بشري بحران په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

 د اوچا په وینا، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې له یو لړ هم‌مهاله بحرانونو لکه وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو سره مخ و او د هېواد په کچه شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه کسانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

د دې ادارې په وینا، «د افغانستان بشري وجهي صندوق» په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۳.۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو، چې د روغتیا، خوراکي خوندیتوب، اوبو، سرپناه او خوندیتوب په برخو کې یې شاوخوا ۳.۵ میلیونو کسانو ته د مرستو رسولو لامل شوي دي.

 همدارنګه ګډو مالي هڅو تر شپږو میلیونو ډېر کسان تر پوښښ لاندې راوستي او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کورنیو ته ۱۴.۳ میلیونه ډالره نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

سره له دې، بشري اړتیاوې لا هم له موجودو منابعو څخه زیاتې دي، چې له امله یې مرستندویه سازمانونه اړ شوي ترڅو خورا سختو مواردو ته لومړیتوب ورکړي او د بیا رغونې په بهیر کې د پام وړ تشې پاتې شي.