افغانستان

ملګري ملتونه: د مرستو کمېدو تېر کال په افغانستان کې اړین خدمتونه تر فشار لاندې راوستل

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل سازمان د کلنیو لاسته راوړنو په راپور کې ویلي چې تېر کال د بشري مرستو کمېدو په دغه هېواد کې کورنۍ، بازارونه او اړین خدمتونه تر فشار لاندې راوستل.

د دغه سازمان په راپور کې د کډوالو راستنېدل، د نفوس زیاتوالی، اقلیمي فشارونه، طبیعي پېښې او عملیاتي محدودیتونه هغه نور عوامل ښودل شوي چې په هېواد کې یې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

 سره له دې، دغه سازمان ویلي چې په ټول افغانستان کې خلکو د ملګرو ملتونو، ملي او نړیوالو ښکېلو اړخونو سره په همکارۍ، د بیړنیو اړتیاو د پوره کولو او په ورته وخت کې د اوږدمهاله ځان‌بسیاینې د بنسټونو د اېښودلو په برخه کې د پام وړ انعطاف ښودلی دی.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري چارو د مرستیال اندریکا راتواته په حواله راغلي چې په ورته وخت کې تېر کال «میلیونونه افغانان» له اړینو خدمتونو، اقتصادي فرصتونو او د معیشت له ملاتړ څخه برخمن شوي دي.

 د هغه په وینا، ملګرو ملتونو او د دې سازمان شریکانو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۳۴ میلیونو ډېرو کسانو سره مرسته کړې چې ۴۳ سلنه یې نارینه او ۵۷ سلنه یې ښځې وې چې روغتیايي پاملرنې یې ترلاسه کړي دي.

 هغه زیاته کړې چې له دې ډلې همدارنګه ۴.۶ میلیونه ماشومان چې ۴۲ سلنه یې نجونې او ۵۸ سلنه یې هلکان وو، په ښوونیزو پروګرامونو او ښوونځیو کې ثبت‌نام شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې تېر کال په هېواد کې شاوخوا ۴۵۰۰۰ اوږدمهاله دندې رامنځته شوې چې ۴۵ سلنه یې نارینه وو او ۵۵ سلنه یې ښځو ته ځانګړې شوې وې چې کارموندنه او د عاید ترلاسه کول یې تضمین کړي دي.

 د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې په دغه کال کې، د ملګرو ملتونو د افغانستان د همغږۍ ډلې، مهم مرستندویان په شمول د نړیوالو مالي ادارو سره راټول کړل ترڅو د دوی دوامداره مالي مرستې د عادي خلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د موافقه شویو ستراتیژیکو لومړیتوبونو سره د بودجې تخصیص همغږي تضمین شي، چې ډېر مهم و.

خو دغه سازمان ټینګار کوي، سره له دې چې د افغانانو اړتیاوې لاهم د دوی د اقداماتو په لومړیتوب او مرکز کې قرار لري؛ خو په راتلونکي کې به د ملي ګټه اخیستونکو، سیمه‌ییزو شریکانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ دوامداره همکاري او ګډون ډېر مهم وي.