د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۲۹ – د ۸ بجو خبرونه

د لومړي ځل لپاره د طالبانو مشر، هبت‌الله آخندزاده، د طالبانود کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره یو ځای، هلمند ولایت ته سفر کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالب پلاوي د خپل سفر پر مهال د هلمند ولایت د کجکي او ګرشک ولسوالیو له اوسېدونکو سره لیدلې دي.

په دغه لیدنه کې د سیمې خلکو خپل ناوړه اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې د وچکالۍ او د بې‌کارۍ له لوړ ګرافه پوزې ته راغلي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي، څو د دوی ستونزې حل کړي.

سرچینو دا هم ویلي، چې هبت‌الله په کجکي ولسوالۍ کې د یوه جومات د بنسټ ډبره هم ايښې ده او د سفر پر مهال، سیمه‌ییزو چارواکو ته یې امر کړی، څو د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.