د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۲۸ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو استخباراتو، د دې ډلې یو پخوانی لوړپوړی غړی، معتصم آغاجان، په کندهار کې نیولی دی.

باخبره سرچینو آمو ته منلې ده، چې دغه پخوانی طالب چارواکی شاوخوا پنځه ورځې مخکې، هغه مهال چې له کابل څخه کندهار ته پر لارې و، د طالبانو د استخباراتو له خوا د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د ګډ جوړښت د رامنځته کولو له امله نیول شوی دی.

بل لور ته، د طالبانو له منځه یو شمېر سرچینو هم آمو ته ویلي، چې د طالبانو مشر، ټولو وزیرانو او سیمه‌ییزو چارواکو ته امر کړی، څو په رسمي غونډو کې د پاکستان خلاف څرګندونې او د دغه هېواد پر تګ‌لارو نیوکه و نه کړي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو مشر دغه امر، له پاکستان سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي په موخه صادر کړی دی.