سیاست

ملګرو ملتونو د طالبانو د څلورو جګپوړو چارواکو د بندیزونو لړلیک تازه کړ

انځور د طالبانو د هغو چارواکو چې معلومات یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په کمېټه کې نوي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې پرون دوشنبه (د وري ۲۴مه) د طالبانو د څلورو جګپوړو چارواکو په اړه خپل معلومات نوي یا اپډېټ کړل.

په دغو چارواکو کې د طالبانو د وزیرانو شورا رییس محمد حسن آخند، د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري شامل دي، چې د یادې کمېټې لخوا یې اړوند معلومات نوي شوي دي.

په دې معلوماتي تازه کېدنه کې د محمد حسن آخند نوم د «ملا حاجي» او د هدایت‌الله بدري نوم د «ګل‌آغا اسحاق‌زي» په توګه هم یاد شوی، چې دوی د طالبانو په لومړۍ دوره کې په همدې نومونو په بېلابېلو دندو کار کړی دی.

په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې د امنیت شورا د ۲۰۲۶ میلادي کال د ۲۸۱۶ پرېکړه‌لیک د لومړۍ فقرې پر بنسټ یې شتمنۍ کنګل شوې، پر سفرونو یې بندیز لګول شوی او د وسلو له پېرلو بې‌برخې شوي دي؛ دا پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي له مخې تصویب شوی دی.

د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو لړلیک په منظمه توګه د غړو هېوادونو او نړیوالو او سیمه‌يیزو سازمانونو لخوا د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ نوی کېږي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ویلي چې د دغه لړلیک نوې بڼه د دوی پر ویب‌پاڼه د لاسرسي وړ ده.

د یادونې وړ ده چې «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو موټی لړلیک» هم په دغه فهرست کې له هر بدلون وروسته اپډېټ کېږي او نوې نسخه یې د دغه سازمان په رسمي ویب‌پاڼه کې خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې تېره میاشت هم د طالبانو د ۲۲ چارواکو په اړه معلومات نوي کړي وو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر کال د کب په ۲۴مه ویلي وو چې د طالبانو ۲۲ چارواکي لا هم د دغې شورا په بندیزونو کې شامل دي. په دغو ۲۲ څېرو کې لږترلږه ۱۳ جګپوړي او کلیدي چارواکي، د دوی د رییس‌الوزرا په ګډون شامل دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې کار د یو بل کال لپاره غځول شوی و او له دغه غځولو وروسته د هغو طالب چارواکو نوی لړلیک خپور شو چې تر بندیزونو لاندې دي.

خو د امنیت شورا په دغه لړلیک کې د طالبانو د مشر هبت‌الله آخندزاده نوم نه لیدل کېږي.

په دې لړلیک کې شامل مهم طالب چارواکي دا دي: حسن آخند، عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، سراج‌الدین حقاني، عبدالکبیر، عبداللطیف منصور، هدایت‌الله بدري، امیرخان متقي، دین محمد حنیف، نور محمد ثاقب، محمد فاضل مظلوم، عبدالحق وثیق او ۱۱ نور چارواکي چې په کې عبدالباقي حقاني، نورالدین ترابي، خیرالله خیرخواه او نور شامل دي.