د هرات له حوزوي روغتون څخه باوري سرچینو آمو ته ویلي، چې د دې ولایت د انجیل ولسوالۍ په «دهمهري» کلي کې د تېرې ورځې د ناپېژانده ولسوالو له خونړي برید وروسته، دولس جسدونه دغه روغتون ته راوړل شوې دي او شل تنه ټپیان هم تر درملنې لاندې دي.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم منلې، چې په پرونۍ پېښه کې یوولس کسان وژل شوي خو د ټپیانو شمېر بیا اته تنه یادوي.
دغه پېښه پرون له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې ناپېژانده وسلهوالو د شیعه مذهبو پر یو شمېر هغو کورنیو برید وکړ، چې د تفریح لپاره له کوره دباندې راوتلي وو.
دغه برید پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولې دي، خو تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
