د پروان ولایت په سیاهګرد ولسوالۍ کې د یو استوګنځي د چت پرېوتو له امله، لږ تر لږه اته تنه مړه شوي او یو بل تن ټپي دی.
په پروان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د دې پېښې په تایید سره ویلي چې دا واقعه د سیاهګرد ولسوالۍ د خیشکي درې په «بغندک» کلي کې رامنځته شوې ده.
پروان کې د پېښو پر وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د مبارزې ادارې رییس، عبدالعلیم افضلی ویلي چې دا پېښه تېره شپه د سختو بارانونو له امله رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو، وژونکو سیلابونو او واورو شاهدان وو، چې په پایله کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د طالبانو تر کنترول لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په وروستي راپور کې ویلي چې د روان لمریز کال د وري له ۶مې تر ۲۰مې نېټې پورې، د سیلابونو، سختو بارانونو او د کورونو د چتونو پرېوتو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي، ۲۲۹ تنه ټپیان شوي او ۹ نور لا هم ورک دي.
د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې په دې موده کې ۸۰ کورونه په بشپړه توګه او ۶۲۶ کورونه په جزوي ډول زیانمن شوي، دغه راز ۶ کیلومتره سړک، ۱۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۱۸ نیالګي هم له منځه تللي دي.
د هغه په وینا، په دغه موده کې ۸۵۲۶ استوګن کورونه په بشپړ او جزوي ډول ویجاړ شوي او ۳۷۲ کیلومتره سړک هم له منځه تللی دی.
