د طبیعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ملي اداره وايي چې د روان لمریز کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو، سختو بارانونو او د کورونو د چتونو پریوتو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوې تازه ویډیو کې ویلي چې تر اوسه د ۹ تنو د بېدرکه کېدو خبر هم ورکړل شوی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغو طبیعي پېښو له امله ۹ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د مالي زیانونو په اړه ویل شوي چې په دغه موده کې نږدې ۸۵۲۶ استوګنیز کورونه په بشپړ یا قسمي ډول ویجاړ شوي او تر څنګ یې ۳۷۲ کیلومتره سړک، ۱۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه میوه لرونکې ونې هم له منځه تللې دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له هېوادوالو غوښتي چې د ځانونو او کورنیو د خوندیتوب لپاره د سیندونو او سېلابونو له لارو لیرې پاتې شي او د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینې او توصیې جدي ونیسي ترڅو د نورو احتمالي تلفاتو مخه ونیول شي.
