افغانستان

ننګرهار کې ترافیکې پېښه کې ۱ تن مړ او ۳۲ ټپیان شول

انځور له ارشیف څخه

 د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار په حلقوي سړک کې د یوې درنې ترافیکي پېښې له امله ۳۳ هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په دغه پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور سخت ټپیان شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو یو لېږدوونکی موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړک څخه واوښت.

په ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر وايي د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته ژغورونکي ټیمونه سیمې ته ورسېدل او ټپیان یې د جلال‌اباد حوزوي تخصصي روغتون ته ولېږدول.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، امین الله شریف په روغتون کې د پېښې د قربانیانو لیدنې د لیدنې پرمهال که څه هم د پېښې ټکان لومړی خورا سخت و، خو دا مهال د ډېرو ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او تر جدي مراقبت لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي.

یو شمېر هېوادوال د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو نشتوالي ته په اشارې سره پر مسوولینو نیوکه کوي او وايي چې دا ډول پېښې په هېواد کې د نورو پېښو ترڅنګ تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.