افغانستان

ننګرهار کې د چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي

انځور په ننګرهار کې د یوه لویدلي کور

په ننګرهار کې د وروستیو سختو بارانونو له امله د جلال‌اباد ښار په دویمه ناحیه کې د یوې خونې چت پریوتی چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د والی د رسنیو دفتر وایي، دا پېښه د دویمې ناحیې اړوند د «انګور په جر غاړه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دفتر وايي په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ تنه مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي.

ځايي مسؤلین وایي چې د بارانونو له امله په ډېری سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي او دمګړۍ په ځینو ځایونو کې د ژغورنې عملیات روان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایتي اداره وایي چې د تلفاتو وروستي او بشپړ معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

تر دې وړاندېپه ننګرهار کې مسؤلینو ویلي و چې  د تېرې شپې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د ادارې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۹ تنو ته رسېدلی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان دي.