افغانستان

په رستورانونو کې د بهرنیو ټلویزیوني شبکو پروګرامونو د خپرېدو منع کېدل

د ټولنې پر بېلابېلو برخو د طالبانو د محدودیتونو په دوام، په کابل کې د یو شمېر رستورانونو خاوندان وايي چې له هغوی غوښتل شوي، له دې وروسته په خپلو رستورانونو کې د بهرنیو ټلویزیوني شبکو د پروګرامونو له خپرولو په جدي توګه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې په داخلي ټلویزیوني شبکو کې هم د موسیقۍ خپرېدل منع دي او ښځینه خبریالانې هم د ټلویزیوني خپرونو د اجرا پرمهال باید مخونه په ماسک پټ کړي.

د رستورانونو خاوندان وايي چې د طالبانو د امربالعروف او نهی عن المنکر ځواکونو دوی ته ویلي چې د بهرنیو ټلویزیوني پروګرامونو خپرول جرم ګڼل کېږي.

په کابل کې د یوه رستوران خاوند اکبر رضايي وایي، لس کاله کېږي چې په دې ښار کې رستوران لري او هېڅکله له دې ډول قانون سره نه و مخ شوی.

د هغه په وینا، له دې مخکې طالبانو له هغوی غوښتي و چې د ښځو او نارینه وو لپاره جلا ځایونه په پام کې ونیسي.

نوموړی زیاتوي: «اوس طالبان بیا راغلي او خبرداری یې راکړ چې په رستوران کې د بهرنیو شبکو د خپرولو اجازه نه لرئ او دا کار جرم دی.»

محمد مسعودي چې د ډوډۍ خوړولو لپاره دغه رستوران ته راغلی وایي: «زه په رستوان کې په ډوډۍ خوړلو بوخت وم چې د طالبانو کسان راغلل او د رستوران مسوول ته یې وویل چې نور د بهرنیو ټلویزیوني شبکو د خپرولو حق نه لرئ، که مو بل ځل ولیدل، رستوران مو بندوو.»

د طالبانو نوي حکمونه که څه هم د افغانانو لپاره تازه خبره نه ده او دوی په هېواد کې د طالبانو واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له دغه ډول محدودیتونو سره بلد دي؛ خو داسې ښکاري چې دا ډله اوس هم د هماغه پخوانیو سیاستونو د تکرار په حال کې ده.

په کابل کې د یوه بل رستوران خاوند، سعید جمشېد وايي چې د طالبانو په راتلو سره یې کار سم پرمخ نه ځي او خلک د ډوډۍ خوړلو لپاره رستوران ته نه راځي.

جمشېد زیاته کړه: «له دې امله چې د طالبانو له خوا ممنوعیت زیات شوی او کورنۍ اجازه نه لري په ګډه ډوډۍ وخوري او باید د ښځو او نارینه وو لپاره جلا ځای وي، خلک رستوران ته د راتلو لیوالتیا نه لري. اوس یې له موږ څخه دا ژمنه اخیستې چې نور په رستوران کې د بهرنیو ټلویزیوني شبکو له خپرونو ډډه وکړو. موږ اړ یو چې د طالبانو په حکمونو عمل وکړو.»

پر افغانستان د طالبانو له بشپړې واکمنۍ مخکې، له بېلابېلو ټلویزیوني شبکو څخه د بهرنیو سریالانو خپرېدو زیات پلویان لرل؛ خو اوس له څه د پاسه یوه کال راهیسې ټلویزیونونه د دغو سریالونو د خپرولو اجازه نه لري او تازه طالبانو په رستورانونو کې د بهرنیو ټلویزیوني شبکو خپرول منع کړي دي؛ په دې اقدام سره د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنې لازیاتېږي.