د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۳ – د ۸ بجو خبرونه

طالبان وايي چې د کوچني اختر په مناسبت د «ډېنس کویل» په نامه نیول شوی امریکایي وګړی یې خوشې کړی دی.

نوموړی د طالبانو د قوانینو د سرغړونې له امله نیول شوی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې کس خوشې کول د هغه د کورنۍ په غوښتنه او د شفقت او بښنې پر بنسټ ترسره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړي چې له ناعادلانه نیونو ملاتړ کوي.

همدارنګه د ټرمپ د مرستیال سلاکار مخکې ویلي وو چې څلور امریکايي وګړي له طالبانو سره بندیان دي، او طالبانو ته یې جدي خبرداری ورکړی و چې سمدستي د «ناوړه یرغمل نیولو عمل» پای ته ورسوي او هغوی خوشې کړي.