د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې تهران او واشنګټن ترمنځ هیڅ ډول مستقیمې خبرې نه دي شوې
د ټرامپ لخوا څو ساعته وړاندې ویل شوي وو چې ایران سره یې د منځني ختیځ د جګړې لپاره د «یو بشپړ او وروستي حل په اړه ډیرې ښې او رغنده خبرې» کړي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې هم د سیمې د هېوادونو د منځګړیتوب هڅو ته اشاره شوې ده: «هو، د سیمه ییزو هېوادونو لخوا د شخړې د کمولو لپاره ابتکارات شته، او زموږ ځواب واضح دی: موږ هغه اړخ نه یو چې جګړه مو پیل کړې او ټولې غوښتنې باید واشنګټن ته واستول شي.»
د یاد وزارت په بیانیه کې دغه راز راغلي: «د امریکا د ولسمشر څرګندونې د انرژۍ د بیو د راکمولو او د خپلو پوځي پلانونو د تطبیق لپاره د وخت د لاسته راوړلو هڅې دي.»
وروسته له هغه چې ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه تروث کې وویل چې د ایران د انرژۍ پر بنسټونو هر ډول برید پر پنځه ورځې ځنډېدلی، د تېلو بیې په چټکۍ سره راټیټ شوې او د مالیې بازارونو کې د سهامي ارزښت لوړه کچه ولیدل شوه.
نوموړي په «ټروټ سوشل» کې لیکلي وو: «د دې ژورو، مفصلو او رغنده خبرو اترو د لحن او محتوا پر بنسټ — چې په روانه اوونۍ کې به دوام ولري — ما د جګړې وزارت ته امر کړی چې د ایران د برېښناکوټونو او د انرژۍ د زیربناوو پر وړاندې هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي؛ دا پرېکړه د روانو ناستو او خبرو اترو په بریالیتوب پورې مشروطه ده.»
