منځنی ختیځ

ګوټېرېش: د غزې د بیارغونې لپاره د ټرمپ «د سولې بورډ» سره همکاري کوو

انځور- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش ویلي چې دی په غزه کې د فلسطينيانو د کورونو او ویجاړو شویو تاسیساتو د بیارغونې لپاره د ډونالډ ټرمپ د «د سولې بورډ»له پلانونو هرکلی کوي.

پولیټیکو مجلې د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې ګوټېرېش په یوه مرکه کې ویلي: «هلته یو هدف ټاکل شوی چې د امنیت شورا له خوا تایید شوی هم دی، او موږ د هغو جوړښتونو سره په فعاله توګه همکاري کوو چې د سولې بورډ له خوا رامنځته شوي دي.»

ګوټېرېش که څه هم د بیارغونې په برخه کې د دغه بورډ رول مهم وباله، خو زیاته یې کړه چې د جګړې د اصلي ستونزو د هواري لپاره یوازې دا کافي نه ده.

هغه وویل: «دا د هغو ډراماتیکو ستونزو د هواري لپاره چې موږ ورسره اوس مخ یو، مؤثره لاره نه ده. موږ باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د ارزښتونو په اړه روښانه واوسو؛ دا د سولې په هر ډول نوښت کې یو اړین شرط دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې ملګري ملتونه کولای شي د دغې سمندري لارې په ساتلو او د بریدونو په کمولو کې مرسته وکړي.

ګوټېرېش دا هم ومنله چې د ایران او امریکا د جګړې له پیل راهیسې یې له ډونالډ ټرمپ سره مخامخ خبرې نه دي کړي، خو د ټرمپ د ادارې له نورو چارواکو سره په اړیکه کې دی.