د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۲۶ – د ۸ بجو خبرونه

تېره شپه، د پاکستان جنګي الوتکو د کابل، ننګرهار او کونړ ځینې برخې په هوايي او توپچي بریدونو سره په نښه کړې.

د سرچینو په وینا، یوازې په کابل کې څه کم پنځه چاودنې وشوې: یوه چاودنه د پلچرخي په سرک نو کې د معتادینو د درملنې په مرکز کې، یوه چاودنه په پنځمه امنیتي حوزه کې، یوه چاودنه د طالبانو د دفاع وزارت د مهماتو په ډیپو کې او یوه بله چاودنه په پوځي هوایي ډګر کې.

طالبان وایي چې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او له ۲۵۰ زیات نور ټپیان شوي، او د تلفاتو شمېر لا هم په زیاتېدو دی.

د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو له مخې، د دې پېښې ۲۷ ټپیان دې روغتون ته لېږدول شوي، او یوناما هم د دې برید له امله د لسګونو کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل تأیید کړي دي.