د پاکستاني پوځ الوتکو، په کندهار کې د طالبانو د مشر هبتالله آخندزاده، د ځانګړو ځواکونو د روزنې یو مرکز په نښه کړی دی.
سرچینو آمو ته ویلي، چې په دغه روزنیز مرکز کې، چې د کندهار ښار په نهمه امنیتي حوزه کې موقعیت لري، د طالبانو د مشر ځانګړو ځواکونو ته روزنه ورکول کېده، خو د دې برید د احتمالي تلفاتو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
د سرچینو په وینا، پاکستاني الوتکو د نهمې حوزې اړوند سیمه کې په یوه غره کې له مهماتو ډک تونل او د سرحدي ځواکونو د قومندې مرکز هم بمبار کړی دی، خو د طالبانو ویاند بیا وایي، چې په دغو بریدونو کې په نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز او یو تش کانتینر په نښه شوی دی.
