د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو د دوام هممهاله، د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې، چې په وروستیو نښتو کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو په یو شمېر سیمو کې، څوارلس پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوې دي.
دې وزارت پرون هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د پاکستان په مرکز د اسلامآباد ښار په فیضآباد سیمه کې یې د دې هېواد د پوځ یو مهم مرکز د بېپيلوټه الوتکې په برید کې په نښه کړی او دغه مرکز ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولې دي، خو اسلامآباد بیا د طالبانو دغه ادعا «تبلیغات او بېاساسه» بولي.
له بلې خوا د پاکستان ولسمشر د طالبانو د بېپيلوټه الوتکو برید غندلی او ویلي یې دي، چې طالبانو د دوی له «سرې کرښې» اوښتې دي.
