د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو او پخوانیو چارواکو پر کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار ولایتونو د پاکستان وروستي هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې «بزدلانه او جاهلانه» بللي دي.
حنیف اتمر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا بریدونه نړیوال قوانین، بشري اصول او د ښې ګاونډیتوب اصل په ښکاره ډول تر پښو لاندې کوي.
نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د امنیتي ستونزو د حل لپاره دې له منطقي او سوله ییزو لارو کار واخلي.
اتمر ټینګار کړی: «بې هدفه هوایي بمبارۍ ستونزې نه حل کوي، بلکې په سیمه کې د جګړې او بې ثباتۍ اور نور هم تازه کوي.»
اتمر دغه راز پر طالبانو غږ کړی چې په دې حساس وخت کې د هېواد دفاع یوازې د ملي یووالي له لارې ممکنه ده او باید د خپل تاریخي مسوولیت له مخې د عدالت، ملي پخلاینې او د خلکو حقونو ته د درناوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
بل لور ته، په اسلاماباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف دا بریدونه یوه «امریکایي پروژه» بللې او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام به د دغه هېواد د نابودۍ لامل شي.
ضعیف لیکلي: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان غبرګون ښيي چې جګړه به د دوی کورونو ته هم ورسېږي او تاوان به یې د امریکایي پروژې له ګټې څو چنده زیات وي.»
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د «ترهګرو» مرکزونه په نښه کړي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې یوازې د جمعې شپې په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د یوناما د راپور له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د پاکستان په بریدونو کې لږترلږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي.
