ورزش

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ لوبې وځنډېدې

د هېواد کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د «وایټ بال» (محدودو اورونو) سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د مارچ پر ۱۳مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، د سیمې د ناڅرګند وضعیت او شته ننګونو له امله تر نامالومې نېټې وځنډول شوه.

کرکټ بورډ په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې د الوتنو محدودیت او ځینې نورې عملیاتي ستونزې د دې لامل شوې چې دغه لوبې له مخکې جوړې شوې طرحې سره سمې ترسره نشي.

دا لړۍ، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د لومړني کوربه توب په توګه ټاکل شوې وه، په کې شپږ لوبې شاملې وې؛ درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ.

د پلان له مخې، شل اوریزې لوبې د مارچ پر ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه د شارجه په لوبغالي کې او درې یو ورځنۍ لوبې د مارچ پر ۲۰مه، ۲۲مه او ۲۵مه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کېدونکې وې.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې د اماراتو د کرکټ بورډ له هوکړې وروسته ټول چمتووالی نیول شوی و، خو د مارچ میاشتې په پیل کې د سیمې بدلونونو د لوبډلو لپاره د سفر او لوژستیکي چارو په مخ کې خنډونه رامنځته کړل.

د بورډ په وینا، تر وروستۍ پرېکړې وړاندې له ټولو اړوندو خواوو، په ځانګړې توګه د اماراتو کرکټ بورډ او د لوبغالو له مسوولینو سره مشورې شوې دي.

په پای کې، د وضعیت د نه ښه کېدو له امله پرېکړه وشوه چې دا سیالۍ وځنډول شي. دا ګام د سریلانکا کرکټ بورډ په همغږۍ اخیستل شوی او د لوبو نوې نېټه به وروسته اعلان شي.

افغان کرکټ بورډ وایي، متحده عربي امارات لا هم د دې سیالیو لپاره د دوی لومړی انتخاب دی او ښايي د لوبو نوې نېټه د ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې وټاکل شي.

بورډ ټینګار کړی چې په لومړي مناسب فرصت کې د دې سیالیو ترسره کېدو او له سریلانکا سره د کرکټ په برخه کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.