کډوالي

جاپان له افغان کډوالو سره دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

انځور: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي ته د یادې مالي مرستې د سپارلو پر مهال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ( یو این ایچ سي آر) اعلان وکړ چې جاپان له ایران او پاکسانه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو او په هېواد کې د مېشتو اغېزمنو ټولنو د ملاتړ په موخه، دوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د دې مرستې اصلي موخه له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو او هغو کوربه ټولنو ته د بېړنیو مرستو رسول دي چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

یادې ادارې ویلي چې افغانستان دا مهال د بې‌سارې کچې راستنېدونکو له امله له خورا بد بشري وضعیت سره لاس او ګرېوان دی.

د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له ۲.۸ میلیونو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي دي.

ډېری دا کسان په داسې حال کې هېواد ته داخل شوي چې د سرپناه، خوړو، معیشت او خوندیتوب په برخو کې عاجلو مرستو ته سخته اړتیا لري.

ملګري ملتونه زیاتوي چې په تېر کال کې دوو سترو زلزلو او پر بشري مرستو لګول شویو محدودیتونو دا وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ په وینا، د جاپان دا مرسته به د لسو میاشتو په ترڅ کې (د ۲۰۲۶ کال له مارچ څخه تر ډسمبر پورې) په پړاوونو کې ولګول شي، چې په پایله کې به یې د کډوالو په پنډغالو کې ۱۱۶،۳۱۰ کسانو ته مرستې ورسېږي.

د دغه پروګرام له لارې به نږدې ۲۳ زره راستنېدونکو ته نغدي مرستې ورکړل شي، ترڅو هغوی وکولی شي خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه د ټرانسپورټ لګښت، د کور کرایه او خواړه په عزتمندانه ډول پوره کړي.

دغې ادارې زیاته کړې چې مرستې به د بایومټریک ثبت، د خوندیتوب له ارزونې او د اړتیا له څېړنې وروسته مستحقو کسانو ته ورکول کېږي.

په دې پروسه کې هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه وي، یا په کې معلولین او د لوړ امنیتي ګواښ لاندې کسان شتون ولري.