د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(یواین ایچ سي آر) وايي چې پر ایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له امله، هره ورځ زرګونه افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته تښتي.
په کابل کې د دغې ادارې استازي، عرفات جمال له الجزیره سره په خبرو کې ویلي چې د ایران او افغانستان پر پوله یې له هغو ډلو سره خبرې کړې چې هره ورځ په کې تر ۲۰۰۰ پورې کسان له پولې را اوړي.
هغه وویل: «دوی راپور ورکوي چې له هغو جنګي شرایطو تښتي چې په ایران کې ټول خلک ورسره مخ دي.»
د دغه سازمان استازي زیاته کړه، هغه کسان چې له ایرانه وځي، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره کومه ځانګړې اندېښنه نه لري (یعنې په نښه شوي نه دي)، بلکې د ۱۱۰۰۰۰ کډوالو وتل چې سږ کال یې ایران پرېښی، یو «مخنیوونکی اقدام» ښکاري. په دوی کې پخواني اوسېدونکي او کارګر کډوال دواړه شامل دي.
عرفات جمال وویل، دا کډوال د بمباریو له ډار او همدارنګه د خراب شوي اقتصاد له امله چې د کار موندل یې ناممکن کړي، هېواد ته راستنېږي.
نوموړي زیاته کړه چې دا راستنېدونکي «له یوې جګړې تښتي او بلې جګړې ته ورځي» ځکه افغانستان اوس مهال له پاکستان سره په جګړه کې ښکېل دی.
هغه ټینګار وکړ: «د دې خلکو لپاره، هیڅ غوره انتخاب شتون نه لري.»
