لویدیځه اسیا

اسرائیل: په بیروت کې مو ایراني قومندانان په نښه کړل؛ د مړو شمېر ۴۰۰ ته نږدې شو

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې، له آرشیف څخه

اسرائیلي پوځ اعلان کړی چې نن دوشنبه یې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د ایران د قدس ځواکونو پر یو شمېر لوړپوړو قومندانانو بریدونه کړي دي.

دا بریدونه چې د بې‌پیلوټه الوتکو په واسطه شوي، په بیروت کې د ایران د سپاه پاسداران پنځه مهم غړي په نښه کړي چې د استخباراتو او مالي چارو مسؤلین په کې شامل دي.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د اسرائیلو په بریدونو کې د مړو شمېر ۳۹۴ کسانو ته ورسېد، چې په کې ۸۳ ماشومان او ۴۲ ښځې هم شاملې دي.

اسرائیل ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې تر اوسه د حزب‌الله شاوخوا ۲۰۰ وسله‌وال وژلي، خو حزب‌الله تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي.

بل لور ته، اسرائیلي پوځ په لبنان کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی. دا په لبنان کې د روانې جګړې له پیله د اسرائیلي پوځيانو لومړنۍ مرګ‌ژوبله ده.

د بیروت په “روشه” سیمه کې د “راماډا” هوټل پر یوه خونه هم برید شوی چې پکې د بې‌ځایه شویو کورنیو لس کسان ټپیان شوي او شاوخوا ودانیو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

اسرائیلو په لبنان کې مېشتو ټولو ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې سمدستي دغه هېواد پرېږدي، ګنې د دوی د بریدونو هدف به وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حکومت خپلو امنیتي ادارو ته امر کړی چې په دغه هېواد کې د ایران د سپاه پاسداران ټول غړي ونیسي او له هېواده یې وباسي.