امنیت

طالبان: پاکستاني پوځيانو په خوست کې «د ملکي خلکو کورونه» ویشتلي دي

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز ادعا کوي چې پاکستاني نظامیانو تېره شپه په دې ولایت کې د ملکي وګړو پر استوګنځایونو بریدونه کړي دي.

هغه وايي، پاکستاني ځواکونو د ګربزو ولسوالۍ په «بریخیلو» سیمه کې پر هغو ځایونو ډزې کړې چې د عامو خلکو کورونه پکې وو.

که څه هم د طالبانو ځايي چارواکو د دې بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې چې په ځواب کې یې د غلام‌خان په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یوه «پوځي کلا» په نښه کړې ده.

تر اوسه پاکستاني چارواکو په خوست کې د تېرې شپې د نښتو او ادعاوو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه لسمې ورځې ته داخل شوي دي.

دواړه لوري ادعا کوي چې په دې جګړو کې یې یو بل ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو دا ارقام تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.

 له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په پرله پسې ډول خرابې شوې دي.

پاکستان په پیل کې د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ وکړ او تمه یې لرله چې نوی حکومت به د ټي‌ټي‌پي (TTP) او بلوڅو وسله‌والو په مهارولو کې ورسره مرسته وکړي. خو برعکس، په پاکستان کې د بریدونو کچه لوړه شوه، چې تازه یې تېره میاشت په اسلام‌اباد کې د یوې چاودنې له امله ۳۱ کسان ووژل شول.