افغانستان

د هرات اوسېدونکي: د اوړو او بورې بیې تر ۲۰۰ افغانیو لوړې شوې دي

انځور ارشیف څخه

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په وروستیو ورځو کې د لومړنیو خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د اوړو او بورې بیې تر ۲۰۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي. د دوی په وینا، د دې بهیر دوام د غریبو کورنیو ژوند نور هم ستونزمنولی شي.

د دې ولایت د اوسېدونکو په خبره، د یوې ۴۰ کیلويي بوجۍ اوړو بیه چې مخکې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانۍ وه، اوس نږدې ۱۳۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

همدارنګه، د یوې ۵۰ کیلويي قزاقي بوجۍ اوړو بیه له ۱۳۰۰ افغانیو څخه ۱۵۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

فریدون، چې د هرات اوسېدونکی دی، وايي: «مخکې یوه ۴۰ کیلويي بوجۍ اوړه په ۱۱۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۳۰۰ افغانیو ته رسېدلې. که جګړه دوام وکړي، ښايي د اوړو بیه دوه زره یا دوه نیم زره افغانیو ته ورسېږي. فقیر خلک په دې قیمتونو د اوړو اخیستلو توان نه لري.»

ځینې نور اوسېدونکي بیا وايي چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو ترڅنګ، یو شمېر سوداګر او پلورونکي له اوسني وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او احتکار ته یې مخه کړې ده.

فرهاد، د هرات یو بل اوسېدونکی وايي: «جګړې تل پر ټولنې اغېز کوي. افغانستان خپله لویه برخه اړتیاوې له بهر څخه واردوي او دا نښتې د خلکو لپاره لویې ننګونې جوړوي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی.»

له دې سره سره، د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ له لارې — چې هرات له ایران سره نښلوي — سوداګریزه راکړه ورکړه په «نورمال ډول» روانه ده. خو د هرات اوسېدونکو ویلي چې د هېواد د سوداګرۍ اصلي لاره د اسلام‌کلا بندر دی چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې دا لاره بنده شوې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو ویاند له سوداګرو غوښتي چې د توکو د بیو له لوړولو ډډه وکړي.

بلخوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې په پلازمېنه کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د دوی په وینا، د یوې درې نیم سېره بوجۍ وریژو بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰۰ افغانیو ته او د یوه سېر کچالو بیه له ۲۰۰ افغانیو څخه ۳۵۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

د کابل اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د بیو دوامداره لوړوالی کولی شي پر کورنیو اقتصادي فشار نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د هېواد د پولو له تړل کېدو څخه تر څلورو میاشتو زیاته موده تېرېږي. له پاکستان وروسته، ایران د افغانستان لپاره د توکو د واردولو یو له اصلي لارو څخه شمېرل کېږي.