د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پولیسو د دوشنبې په ورځ پر زرګونو هغو لاریونوالو اوښکې بهونکی ګاز وشیندل چې د پرله پسې دویمې ورځې لپاره یې د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنهيي د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون کاوه.
دا نښتې یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شوې چې په سیمه کې په لسګونو زره خلکو د هغو اسرائیلي او امریکایي بریدونو پر ضد په سوله ییزه توګه پر سړکونو لاریونونه وکړل چې په ترڅ کې یې ایراني مشر ووژل شو.
چارواکو د دوشنبې په ورځ ښوونځي او کالجونه د دوو ورځو لپاره وتړل او د ډېرو اصلي سړکونو په بندولو سره یې د عامه خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول.
چارواکو وویل چې دا محدودیتونه د سیمې د مذهبي مشر میرواعظ عمر فاروق په مشرۍ د یوې ډلې اسلامي سازمانونو له خوا د کاربندیز له بلنې وروسته د “احتیاطي تدبیر” په توګه لګول شوي دي.
لاریونوال هغه مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول چې په سرینګر ښار کې اصلي چوک ته له تګ څخه منع شول او سیمه بنده شوې وه.
د کشمیر درې په نورو برخو کې هم لاریونونه ترسره شول چې ګډونوالو پکې د خامنهيي، د وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني او د لبنان د حزبالله وسله والې ډلې د مشر حسن نصرالله عکسونه لېږدول.
لاریونوالو د ایران او حزبالله بیرغونه رپول او د اسرائیل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول. یو پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس ته وویل: «کله چې هغوی (لاریونوالو) د درېدو خبرداری ونه مانه، نو په لږ کچه د اوښکې بهونکي ګاز له شیندلو څخه کار واخیستل شو.»
خامنهيي په ۱۹۸۰ لسیزه کې کشمیر ته د خپل یوازیني سفر پر مهال له خورا تود هرکلي سره مخ شوی و.
د یکشنبې په ورځ، د دغې سیمې اعلی وزیر عمر عبدالله – چې پر امنیتي ځواکونو کنټرول نه لري – وویل چې ماتم کوونکو ته باید “اجازه ورکړل شي چې په سوله ییزه توګه غم ولمانځي” او پولیس باید “له زور یا محدودوونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي.”
خامنهيي او لوړپوړي پوځي مشران د شنبې په ورځ ووژل شول، چې له امله یې ایراني چارواکو پر اسرائیل او د خلیج په سیمه کې ځوابي بریدونه پیل کړل.
