افغانستان

پروان کې سېلاب ځپلي له سېلابونو شپږ میاشتې وروسته، لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي

په داسې حال کې چې په پروان کې د سېلابونو له راتلو شپږ میاشتې تېرېږي، ددې ولایت زیانمن لا هم له سرپناه پرته ژوند کوي.

په پروان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله، د څه د پاسه اتیا کورنیو کورونه وران شوي او دا کورنۍ له څو میاشتو راهیسې سرپناه نه لري او دا کسان اړ دي چې تر شنه آسمان لاندې شپې ورځې تېرې کړي؛ خو په دې ورځو کې سړې هوا د دوی ستونزې دوه برابره کړې دي.

د روان کال د غويي په دیارلسمه د پروان ولایت په شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو کې سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ زیانونه واړول. په دغو سېلابونو کې ۳۲ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شول او همداراز کابو ۱۸۰ کورونه وران شو.

دا اتیا کورنۍ د طالبانو ادارې پر بې پامۍ په نیوکې سره وايي، سره له دې چې په ځلونو ورته د سرپناه جوړولو ژمنه شوې؛ خو تراوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې.

د سېلابونو یو زیانمن محمد اعظم وایي: «ژمی راورسېد او زموږ ماشومان په دې سړه هوا کې ناروغ شوي دي. حکومت (د طالبانو اداره) باید موږ ته پاملرنه وکړي.»

یو بل کس محمد علیم چې له خپلو ماشومانو سره تر خېمې لاندې ژوند کوي وايي: «دلته زیات شمېر ماشومان او بوډاګان دي چې د ژمي په رارسېدو سره باید موږ ته پام وشي.» 

که څه هم د طالبانو ادارې سېلاب ځپلو ته د روان کال له پیل راهیسې د سرپناه جوړولو ژمنه کړې وه؛ خو د پروان د شینوارو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال خان محمد وایي چې هوا سړه ده او د کورونو جوړولو امکان نشته.

هغه زیاتوي: «په ژمي کې د کورونو جوړولو امکان نشته؛ خو باید دغو سېلاب ځپلو ته یوه دولتي یا شخصي ودانۍ په موقت ډول په پام کې ونیول شي ترڅو هلته ژوند وکړي.»

له دې سره سره، د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې مسوولینو، آمو ټلویزيون ته د خبرپاڼې په لېږلو سره ویلي چې د پروان په ګډون د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راتلو احتمال شته.

دا په داسې حال کې دي چې په روان کال کې سېلابونو په افغانستان او پاکستان کې خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي.

ویل کېږي چې د روان میلادي کال د جون میاشتې له نیمايي راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۸۲۰ تنه مړه شوي او کابو ۳۲۰ کورونه تخریب یا زیانمن شوي دي؛ همداراز ۱۲۹ پلونو ته زیان اوښتی دی.

طالبانو اعلان کړی چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې وس نه لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.