سویلي آسیا

هندوستان کې د امبولانس الوتکې د غورځېدو له امله ۷ کسان وژل شوي

هندي چارواکو تایید کړې چې د دغه هېواد په «ژارکنډ» ایالت کې د یوې امبولانس الوتکې د غورځېدو له امله په الوتکه کې سپاره ټول ۷ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې دوه پیلوټان، یو ناروغ او د هغه څلور نږدې خپلوان شامل دي.

د هند د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا، دغه الوتکه چې د «ریډ برډ» شرکت اړوند وه، له «رانچي» ښار څخه ډیلي ته روانه وه، خو د خراب موسم او تالندې له امله یې له رادار سره اړیکه پرې او وغورځېده.

 د چترا سیمې مرستیال کمیشنر «کیرتیشري جي» رسنیو ته ویلي چې مړي له ویجاړې شوې الوتکې ایستل شوي او د پلټنو لپاره لېږدول شوي دي. د الوتکې د غورځېدو لامل تالنده او سخته طوفاني هوا ښودل شوې ده.

د وژل شوي ناروغ ورور «ویجای ساؤ» خبریالانو ته ویلي، ورور یې (سنجې کمار) په اور کې سوځېدلی و او په رانچي کې یې تر درملنې وروسته حالت خراب شو، نو ځکه یې غوښتل هغه په امبولانس الوتکه کې ډیلي ته انتقال کړي.

د هند د الوتکو د پېښو د څېړنې ادارې یو ټیم سیمې ته استولی ترڅو د پېښې اصلي لامل وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم په هند کې د یوې بلې کوچنۍ الوتکې د غورځېدو له امله د مهاراشترا ایالت د مرستیال اعلا وزیر په ګډون ۵ کسان وژل شوي وو.