افغانستان

ننګرهار کې د خرما بڼونو ته پراختیا ورکول کېږي

دطالبانو تر واک لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د خرما شته بڼونه هر کال د پام وړ حاصل ورکوي او دوی هوډ لري چې په نږدې راتلونکي کې دغه بڼونه نور هم پراخ کړي.

د مسوولینو په خبره، د هډې فارم په اړوندو ځمکو کې د خرما کښت خورا ښه پایله ورکړې او دا چاره د دې لامل شوې چې د نویو باغونو جوړولو ته جدي پاملرنه وشي.

د ننګرهار د وادي شرکت د معلوماتو له مخې، د خرما د نویو بڼونو د جوړولو چارې به د خصوصي شرکتونو په همکارۍ پر مخ لاړې شي.

د دې پروګرام اصلي موخه په کور دننه د خرما د تولیداتو زیاتوالی او د هېواد په کچه تر یوه بریده ځان بسیاینې ته رسېدل دي، ترڅو افغانستان وکولای شي د خپلو اړتیاوو یوه برخه له خپلو کرنیزو محصولاتو پوره کړي.

بل لور ته د کرنې او تغذیې متخصصین په ننګرهار کې د خرما د بڼونو پراختیا د عامې روغتیا او اقتصاد لپاره یو ګټور ګام بولي.

د متخصصینو په باور، خرما د طبیعي شکر، فایبر او مهمو ویټامینونو بډایه سرچینه ده چې په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې د بدن د انرژۍ د تامین او د هاضمې د ښه والي لپاره بې ساري ګټه لري.

ننګرهار چې د خپل مناسب اقلیم له امله د بېلابېلو مېوو لپاره شهرت لري، د خرما د بڼونو په پراخېدو سره به په دغه برخه کې هم د هېواد په کچه په یو مهم تولیدي مرکز بدل شي.