امنیت

د مکسیکو پوځ تر ټولو لوی قاچاقبر «ال منچو» وواژه

انځور- ټولنیزو رسنیو څخه

د مکسیکو امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په یوه ځانګړي پوځي عملیات کې د نړۍ د مخدره توکو یو له تر ټولو لویو او خطرناکو مشرانو، نیمیسیو اوسګویرا چې په “ال منچو” مشهور و، وواژه.

د دغه خبر له خپرېدو سره سم په مکسیکو کې پراخ تاوتریخوالی پیل شوی دی.

د مکسیکو د دفاع وزارت په وینا، ۶۰ کلن ال منچو د مکسیکو په لوېدیځ “تپالپا” سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ټپي او وروسته په توقیف کې مړ شو.

راپورونه وايي چې په دغو عملیاتو کې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي مرسته کړې وه. سپینې ماڼۍ د مکسیکو له پوځ څخه د دې بریالي عملیات له امله مننه کړې ده.

د «ال منچو» د وژل کېدو خبر په مکسیکو کې د غوسې څپه راپورته کړه. د هغه د ډلې (Jalisco New Generation Cartel) وسله‌والو په نیم درجن ایالتونو کې لویې لارې په سوځېدلو موټرو بندې کړې او ګڼو سوداګریزو مرکزونو ته یې اور اچولی دی.

په مشهور سیاسي ښار “پورتو والارتا” کې وضعیت د جګړې ډګر ته ورته دی او ایر کاناډا، یونایټیډ ایرلاینز او ځینو نورو شرکتونو خپلې الوتنې ځنډولې دي.

ال منچو پخوانی پولیس و چې د نړۍ یو له تر ټولو بډایه او وحشي جرمي ډلو (CJNG) مشري یې کوله. د هغه ډله نه یوازې د مخدره توکو په قاچاق، بلکې د انسانانو په قاچاق، د تېلو په غلا او ان د ډرون الوتکو له لارې په بریدونو کې هم ښکېله وه.

د مکسیکو ولسمشره، کلودیا شینبوم، د واشنګټن له خوا تر سخت فشار لاندې وه ترڅو د کارتلونو پر وړاندې جدي ګام واخلي، ځکه دغه ډلې امریکا ته د “فینټانیل” په نوم د مرګوني نشه یي توکو په لېږد تورنې دي.

کارپوهان اندېښنه لري چې د ال منچو مړینه به د کارتل دننه د قدرت پر سر خونړۍ جګړې پیل کړي چې ښايي کلونه دوام وکړي.