ایران خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات پرې برید وکړي او خپل پوځي ګواښونه عملي کړي، نو په سیمه کې به د امریکا ټولې پوځي اډې، تاسیسات او شتمنۍ د دوی لپاره “مشروع اهداف” وي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، امیر سعید ایرواني دا څرګندونې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې کړې دي.
فرانس پریس (AFP) خبري اژانس راپور ورکړی، دا لیک چې موږ لیدلی، په کې راغلي چې د ټرمپ ادارې لخوا د ایران د اټومي پروګرام د بندولو په موخه سیمې ته د جنګي بېړیو، جېټ الوتکو او نورو پوځي تجهیزاتو لېږلو وضعیت ترینګلی کړی دی.
ایران په دغه لیک کې د ولسمشر ټرمپ هغې لیکنې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو، که ایران هوکړې ته غاړه کېنږدي، امریکا ښايي د بریتانیا له پوځي اډو (د هند په سمندر کې د یوه ټاپو په ګډون) کار واخلي.
ایرواني دا څرګندونې “جنګ غوښتونکې” بللې او ویلي یې دي چې دا ډول ګواښونه د سیمې لپاره “ناورین زېږوونکي” دي او نړیواله سوله له ګواښ سره مخ کوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران د هوکړې لپاره یوازې ۱۵ ورځې وخت لري، که نه نو له پوځي اقدام سره به مخ شي.
ایران په داسې حال کې د امنیت شورا نه د امریکا د “غیرقانوني ګواښونو” د مخنیوي غوښتنه کړې چې ویلي یې دي، دوی لا هم ډیپلوماټیکو حل لارو ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره سې شنبه په جنیوا کې د ټرمپ د استازو (سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر) او ایراني ډیپلوماټانو ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې وشوې، چې ایران یې په اړه د پرمختګ خبره کړې وه.
د یادونې وړ ده چې تېر جون میاشت کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه شوې وه چې واشنګټن هم په کې د ایران د اټومي تاسیساتو په بمبارولو کې برخه اخیستې وه.
ایرواني خبرداری ورکړی چې که بیا داسې اقدام وشي، د ایران غبرګون به دفاعي خو ډېر سخت وي.
