سیاست

ټرمپ ایران ته : یواځې ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې وخت لرئ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران خپل ګواښونه یو ځل بیا نوي کړي او اشاره یې وکړه چې تهران یوازې له ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت لري چې له واشنګټن سره یوې هوکړې ته ورسېږي، که نه نو له نورو پوځي بریدونو سره به مخ شي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د “سولې بورډ” په پرانیستونکې غونډه کې خبرې کولې. هغه خپله دا ادعا بیا تکرار کړه چې تېر کال د جون په میاشت کې پر ایراني تاسیساتو د اسرائیلو او امریکا ګډو بریدونو په غزه کې “اوربند” ته لاره هواره کړه.

ټرمپ استدلال وکړ چې که د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید نه وای، نو د ایران “ګواښ” به د سیمې هېوادونه په منځني ختیځ کې “سولې” ته نه وو پرېښي.

هغه وویل: “نو اوس ښايي موږ مجبور شو چې یو ګام نور هم مخکې لاړ شو، او یا شاید نه. ښايي موږ یوه معامله وکړو. تاسو به شاید په راتلونکو ۱۰ ورځو کې په دې پوه شئ.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یوازې څو ورځې وړاندې امریکا او ایران دویم پړاو غیر مستقیمې خبرې اترې وکړې.

د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې په جنیوا کې په مذاکراتو کې “ښه پرمختګ” شوی او دواړه لوري توانیدلي چې د یوې هوکړې پر “لارښوونکو اصولو” پراخ توافق ته ورسېږي.

خو د دې ډیپلوماسۍ تر څنګ، امریکا په خلیج کې د خپلو نظامي وسایلو راټولولو ته دوام ورکړی، چې په کې دوه الوتکې وړونکې بېړۍ او لسګونه جنګي جټ الوتکې شاملې دي.

ایران چې د اټومي وسلو لرل ردوي، ویلي یې دي چې د یورانیمو د غني کولو پر محدودولو او تر سختو نړیوالو څارنو لاندې راوستلو به هوکړه وکړي، خو د ټرمپ اداره د یورانیمو د هر ډول غني کولو مخالفه ده.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ده ډیپلوماټیکو همکارانو، سټیو ویټکوف او جارډ کوشنر د ایران له استازو سره “ډېرې ښې لیدنې” لرلې دي. هغه زیاته کړه: “موږ باید یوه مانا لرونکې معامله وکړو، کنې بدې پېښې به وشي.”

تېره اونۍ هم ټرمپ ویلي و چې امریکا او ایران باید “په راتلونکې یوه میاشت کې” هوکړې ته ورسېږي او تهران ته یې د “خورا ټکان ورکوونکو” پایلو خبرداری ورکړی و.

خو ایراني چارواکو د ټرمپ د ګواښونو په وړاندې بېغوري ښودلې ده. د ایران ستر رهبر علي خامنه يي د پنجشنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل: “امریکایان په دوامداره توګه وایي چې ایران ته یې جنګي بېړۍ لېږلې ده. البته، جنګي بېړۍ یوه خطرناکه نظامي اله ده؛ خو تر هغې بېړۍ خطرناکه هغه وسله ده چې کولای شي دا بېړۍ د سمندر تل ته ولېږي.”

د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ د ۲۰۲۵ کال له وروستیو راهیسې هغه مهال زیات شو چې ټرمپ د دسمبر په میاشت کې د بنیامین نتانیاهو د کوربه توب پر مهال ژمنه وکړه چې که ایران د خپل اټومي پروګرام د بیا رغولو هڅه وکړي، بیا به پرې برید وکړي.

له هغې وروسته په ایران کې حکومت ضد لاریونونه پیل شول او ټرمپ د لاریونوالو ملاتړ وکړ او ورته یې وویل چې “مرسته پر لار ده.”