افغانستان ښځې

د نجونو زده‌کوونکو پر روحیې د تړلو ښوونځیو منفي اغېز

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

په کابل او د هېواد په ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زرګونه نجونې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې او په اوسني وخت کې له بې برخلیک وضعیت سره مخ دي. یو شمېر دغو نجونو هڅه کړې چې د بېلابېلو هنرونو په زده‌کولو، د دې ورځو سختۍ تېرې کړي.

خو په افغانستان کې روان وضعیت د دې لامل شوی، هغه نجونې چې په کورونو ناستې دي او ښوونځي ته له تلو بې برخې دي، له رواني ستونزو سره مخ شي.

سحر یوه زده کوونکې ده چې د لسګونه زره نورو زده‌کوونکو په شان، ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.

هغه وايي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له امله، په رواني ستونزو اخته شوي او له طالبانو غواړي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې  پرانیزي.

له زده‌کړو دغه بې برخې شوې زده کوونکې ټینګار کوي: «د ښوونځیو د تړل کېدو له امله، نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې او دغې مسلې زموږ پر روحیې منفي اغېز کړی دی. زه له طالبانو غواړم چې اجازه ورکړي ترڅو نجونې ښوونځي ته ولاړې شي.»

یوه نجلۍ سودابه ده چې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې ده. نوموړې په دې هکله وویل: «زما زیات شمېر ټولګي وال ښوونځي ته د تلو پرځای، د خیاطۍ د زده کړې کار ځای ته ځي او ځینې هم چې په کورونو کې دي د خفګان په ستونزه اخته شوې دي.»

له بلې خوا، یو شمېر ښوونکي وایي چې د زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځیو تړل، له یوې خوا د دې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ هېواد پرېږدي ترڅو یې بچیان ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري.

مُحسنه چې د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه او اوس په کور شوې ده وایي: «د ښوونځیو د منځنۍ دورې او د لېسو نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل کېدل د هغوی او د کورنیو لپاره یې پر رنځ بدل شوي او د دغه وضعیت دوام به د زرګونه کورنیو د کډوالۍ لامل شي.»

په همدې حال کې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د یونیسف د بهرنیو اړیکو رییس ډومینک ایزابېل هایډ وایي، چې له افغان نجونو سره په لیدنه کې یې دې ته پام شوی چې هغوی زده‌کړو ته لېوالتیا لري.

ښوونځي د طالبانو لپاره پر سیاسي ابزار بدل شوي دي

مدني فعالانو چې تر اوسه یې څو ځله په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د اعتراضونو په ترسره کولو د ښوونځیو د بیا پرانیست غوښتنه کړې ده، باوري دي چې طالبانو ښوونځي پر خپلو سیاسي ابزارو بدل کړي دي.

مدني فعالې نرګس مومند په دې اړه وویل: «حکومتولي قانون او اصول لري، زموږ هېواد له پنځلسو میاشتو راهیسې یو بدمرغه هېواد دی چې د ښوونځیو د پرانیستو موضوع پکې سیاسي شوې ده. ښوونځی د سیاست لپاره نه دی؛ بلکې د روزنې ځای دی.»

څه د پاسه ۴۰۰ ورځې کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او طالبان هم د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست په تړاو یو شان لیدلوری نه لري او د طالبانو په منځ کې د دې موضوع موافق او مخالف کسان په دوو جلا لیکو کې دي.

کارپوهان وایي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو له تړل کېدو او افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو زیاتوالی، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د په رسمیت نه پېژندلو اصلي لاملونه دي.