سوداګري

په بدخشان کې د ګاڼو د پلور بازار ځوړتیا

د بدخشان ولایت یو شمېر زرګران وايي چې په دې ورځو کې د ګاڼو د نه خرڅلاو له امله د دوی کاروبار له ځوړتیا سره مخ شوی او پېرودنکي نه لري.

دغه زرګران وايي چې آن د هټیو کرایه او ورځني مصارف نه شي پوره کولای.

د بدخشان ولایت یو زرګر فیروز نومېږي چې له څو کلونو راهیسې د فیض آباد د زاړه ښار د زرګریو په کوڅه کې د سپينو زرو د پلورلو هټۍ لري. نوموړی د خپل کار په وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

فیروز وایي: «زه د بدخشان له سپينو زرو او لاجوردو د زینتي توکو د پلور ترڅنګ، نور شیان هم جوړوم، خو سږ کال زه او نور زرګران د تېر په شان ښه بازار نه لرو.»

نوموړی زیاتوي: «کار نشته، خلک پیسې نه لري، ورځنی پلور نشته او د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، له همدې امله زموږ د کار وضعیت د تېر په پرتله خراب شوی دی.»

د فیروز په شان لسګونه تنه چې د فیض آباد ښار د زرګرۍ په کوڅه کې هټۍ لري دې ته ورته وضعیت لري.

په بدخشان کې زرګران له سپینو زرو د لاجوردو په کارولو، ډول ډول زینتي توکي جوړوي. اوس کابو یو کال کېږي چې ددغو هټۍوالو بازار له ځوړتیا سره مخ شوی او د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې دوی خپل مشتریان له لاسه ورکړي.

له بلې خوا، د بدخشان یو بل زرګر سمیع الله وایي: «ډېری مشتریان مو ښځې او بهرنیان وو چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، بهرنیان نشته او ښځې هم د پيسو د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله څه نه شي پېرلی.»

هغه زیاته کړه: «زموږ کار د زینتي توکو جوړول دي. ډېری مشتریان مو پانګه وال وو، اوس مشتريان نه لرو او کار مو کم شوی دی. هیله من یم هغه بنسټونه چې له کسبګرو ملاتړ کوي، زموږ د زرګرۍ د بقا او ودې لپاره مرسته وکړي.»

د فیض آباد د زاړه ښار د زرګریو کوڅه، د بدخشان او نورو ولایتونو په اوسېدونکو کې ځانګړی شهرت لري.

په تېرو کلونو کې، دا کوڅه د بدخشان له ګڼې ګوڼې ډک بازار و او اوس د جمهوریت له سقوط وروسته، هغه پخوانۍ بڼه نه لري.

د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي چې د فیض آباد ښار د زرګریو په کوڅه کې شپېته هټۍ موجودې دي او دا کسب په دې کوڅه کې کلنه مخینه لري.

دوی زیاتوي: «موږ هڅه کوو چې له زرګرانو د ملاتړ لپاره، مرستندویه بنسټونه وهڅوو ترڅو د زرګرۍ او نورو صنایعو له ځوړتیا مخنیوی وکړي.»

د یادولو ده چې زرګري، په تېره بیا نقره کاري، د بدخشان د نورو ځایي لاسي صنایعو ترڅنګ دود صنعت دی چې یو وخت یې ښه بازار درلود او زرګرانو له دې لارې ښه عاید درلود او ورځنۍ چارې یې پرمخ بیولې.»

د ویلو وړ ده چې د بدخشان ولایت زرګران، له ایرانیو سپینو زرو او د بدخشان له لاجوردو زینتي توکي جوړوي او دا زینتي توکي، د ننه په هېواد او بهر کې خورا زیات مینه‌وال لري.